کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زيلنسکي: که روسیه د اوکراین له خاورې خپل سرتيري وباسي، نو حاضر دی چې د سولې خبرې ورسره وکړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د اوکراين او روسيې د سولې په هکله د نږدې سل هېوادونو په سرمشریزه کې ويلي، که چېرته مسکو د دوی له خاور خپل سرتيري وباسي، نو حاضر دی چې په ورسره د سولې په اړه خبرې وکړي. ده همداراز ويلي پوتين جګړه پای ته نه رسوي، اړينه ده چې مخه یې ونيول شي. څو ورځې وړاندې په سويزرلينډ کې د روسيې او اوکر…

2024-06-18 05:24 156۱ دقیقې لوستل
زيلنسکي: که روسیه د اوکراین له خاورې خپل سرتيري وباسي، نو حاضر دی چې د سولې خبرې ورسره وکړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د اوکراين او روسيې د سولې په هکله د نږدې سل هېوادونو په سرمشریزه کې ويلي، که چېرته مسکو د دوی له خاور خپل سرتيري وباسي، نو حاضر دی چې په ورسره د سولې په اړه خبرې وکړي.

ده همداراز ويلي پوتين جګړه پای ته نه رسوي، اړينه ده چې مخه یې ونيول شي.

څو ورځې وړاندې په سويزرلينډ کې د روسيې او اوکراین د سولې په هکله غونډه هم جوړه شوې وه چې د پای اعلاميه يې لاسليک هم نشوه.

زيلنسکي د سولې لپاره شرط له خپلې خاورې د روسي سرتېرو وتل او پوتين بیا د اوکراين د پلازمېنې ځيني سيمې غواړي هغه چې دواړه ولسمشران پرې نه سره جوړېږي.

د يادونې ده چې پوتين چین ته په خپل وروستي سفر کې اوکراین سره د سولې خبرو پیلولو او اوربند د پلې کولو لپاره چمتوالی ښودلی وو او ويلي يې وو، د دواړو هېوادونو په هکله د چين د وړاندیز هرکلی کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب