کابل (کوه نور، ۲۲ اسد ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي ویلي، له دونباس سیمې د اوکرایني ځواکونو د وتلو په اړه د روسیې وړاندیز نه مني.
زلینسکي تېره ورځ ویلي، د دنباس سیمې پرېښودل به روسیې ته د اوکراین په ختیځ کې د دریم ځل لپاره جګړې فرصت په لاس ورکړي.
نوموړي د سه شنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي " د خاورې د ورکړې مسله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکرایین ته امنیتي تضمینونه ورکړي."
زلینسکي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید دواړه لوري له خپلو خاورو تېر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راتلونکې جمعې ورځ به د امریکا ولسمشر له خپل روسیي سیال سره د اوکراین جګړې په اړه خبرې وکړي؛ خو زلینسکي له دې لیدنې وړاندې ویلي چې، روسیې ته د خپلې خاورې ورکړه او د جګړې له کرښو هر ډول شاتګ د روسیې د نویو بریدونو لپاره فرصتونه برابروي.




