کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زیلينسکي: روسيې تېره شپه پر اوکراین له ۷۰ څخه ډېر توغندي او نږدې ۵۰۰ بې پيلوټه الوتکې توغولي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۷۰ څخه ډېر توغندي، چې نږدې نیمایي یې بالستیک توغندي وو او نږدې ۵۰۰ بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې، چې د جېټ انجن لرونکي «شاهد» ډرونونه هم پکې شامل وو، توغولي دي  د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۹۰ څخه ډېر نور ټپ…

2026-07-02 03:53 165۱ دقیقې لوستل
زیلينسکي: روسيې تېره شپه پر اوکراین له ۷۰ څخه ډېر توغندي او نږدې ۵۰۰ بې پيلوټه الوتکې توغولي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۷۰ څخه ډېر توغندي، چې نږدې نیمایي یې بالستیک توغندي وو او نږدې ۵۰۰ بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې، چې د جېټ انجن لرونکي «شاهد» ډرونونه هم پکې شامل وو، توغولي دي 

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۹۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

زیلینسکي زیاته کړې، چې د کییف ښار کې ۲۰ بېلابېلو ځایونو په نښه شوی، چې ډېری زیانونه د عامو خلکو استوګنیزو ودانیو ته رسېدلي او د امبولانس یو تمځای، یو علمي څېړنیز انسټیټیوټ، یو هوټل او یو شمېر سوداګریز مرکزونه هم زیانمن شوي دي.

هغه ویلي، د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو د روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو یوه وړه برخه شنډه کړې هم ده.

نوموړي له خپلو نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د PURL پروګرام ملاتړ وکړي، او زیاته یې کړه، چې لا هم د امریکا له لوري د پاتریوټ هوايي دفاعي سیسټم د جوازونو او د بالستیک توغندیو ضد وسلو د ګډ تولید په اړه پرېکړې ته په تمه دی.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب