خبریال: فرمان الله زبیرزی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن سهشنبه فوکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، د اوکراین د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به له خپلې دندې استعفا وکړي او ویې ویل چې د هغه د واک دوام له جګړهییزو شرایطو سره تړلی دی.
نوموړی زیاتوي، د هېواد مشري مې د جګړې له حالاتو سره تړلې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې، د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۳۱مه ټاکل شوې وې، د پوځي حالت او عمومي بسیج له امله ځنډول شوې دي.
زیلینسکي ویلي، د اوکراین پارلمان به د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یو قانوني چوکاټ جوړ کړي، چې د اوربند له ټینګېدو وروسته به د له ۶۰-۹۰ ورځو په موده کې عملي شي.
د زیلینسکي پر وینا، د «سوسیس» ټولنیز مرکز د تېر ډسمبر د نظرپوښتنو له مخې، د احتمالي نوماندانو ترمنځ د هغه محبوبیت تر ټولو ټیټ ښودل شوی دی.
په همدې حال کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې دا مهال په اوکراین کې یوازینی مشروع واک د اوکراین پارلمان او د هغه مشر دي.




