کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زیلینسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد سره لیدلي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي. د یاد اژانس په خبر کې راغلي چې په دغه ناسته کې دواړو غاړو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې شوې دي. محمد بن سلمان له زیلینسکي سره په اوکراین کې د کړکېچ د حل او سولې ته د رسېدلو…

2025-03-10 21:50 103۱ دقیقې لوستل
زیلینسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد سره لیدلي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.

د یاد اژانس په خبر کې راغلي چې په دغه ناسته کې دواړو غاړو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې شوې دي.

محمد بن سلمان له زیلینسکي سره په اوکراین کې د کړکېچ د حل او سولې ته د رسېدلو لپاره د نړۍوالو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د امریکایې او اوکرایني چارواکو ترمنځ به نن(سه شنبه، د کب ۲۱مه)په همدې ښار کې د اوکراین او روسیې د کړکېچ د حل او سولې راوستلو په موخه خبرې پیل شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب