کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زېلېنسکي ښايي د اوکراین د بیا رغونې لپاره د ټرمپ سره ۸۰۰ میلیارد ډالرو یو تړون لاسلیک کړي

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د برېتانوي رسنیو نن راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ښايي د سویس په داووس ښار کې د اوکراین د بیارغوونې لپاره ۸۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړي.  د ټیلیګراف ورځپاڼې د لوېدیځو او اوکرایني چارواکو له قوله لیکلي «زېلېنس…

2026-01-10 04:08 117۱ دقیقې لوستل
زېلېنسکي ښايي د اوکراین د بیا رغونې لپاره د ټرمپ سره ۸۰۰ میلیارد ډالرو یو تړون لاسلیک کړي

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د برېتانوي رسنیو نن راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ښايي د سویس په داووس ښار کې د اوکراین د بیارغوونې لپاره ۸۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړي.

 د ټیلیګراف ورځپاڼې د لوېدیځو او اوکرایني چارواکو له قوله لیکلي «زېلېنسکي او ټرمپ به په یوه سویسي غرنۍ تفریحي سیمه کې سره وګوري، او تمه ده چې یو تړون لاسلیک کړي.

د ورځپاڼې معلوماتو پراساس، اروپايي چارواکو پر زېلېنسکي ټینګار کړی، چې له ټرمپ سره په خبرو کې ځنډ ونه کړي، ټرمپ دا مهال د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوی له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د کییف په ګټه تمامېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب