د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ د مسکو د کنسرت پر تالار برید چې ۱۴۳ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، یو وحشیانه او تروریستي عمل وباله.
نوموړي د مارچ ۲۴مه په ټول هېواد کې د ماتم ورځ اعلان کړه.
ورته مهال دا وسلهوال برید د ګڼ شمېر هیوادونو له لورې غندل شوی هم دی.
سرپرست حکومت او یو شمېر افغان سیاسیونو هم یاد برید غندلی او له روسي چارواکو او وګړو سره یې خواخوږي ښودلې ده.




