کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سبا د ویست‌انډیز کرابین کرکټ‌لیګ پیلیږي

(کوه نور، اسد۲۳، ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵م کال دیارلسم پړاو کرابین کرکټ لیګ سیالۍ سبا جمعه سهار ۳:۳۰ بجې د انتیګوا بربودا فالکنز او د سټ کیټز لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي په دې لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډون لري چې ترمنځ به یی د اګسټ له ۱۴مې د سپټمبر تر ۲۲ مې ڼېټې د ۳۸ ورځو په لړ کې په شپږو میدانونو کې ټولې ۳۴ سیالۍ ترسره شي. د ی…

2025-08-14 01:36 183۲ دقیقې لوستل
سبا د ویست‌انډیز کرابین کرکټ‌لیګ پیلیږي

(کوه نور، اسد۲۳، ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵م کال دیارلسم پړاو کرابین کرکټ لیګ سیالۍ سبا جمعه سهار ۳:۳۰ بجې د انتیګوا بربودا فالکنز او د سټ کیټز لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي

په دې لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډون لري چې ترمنځ به یی د اګسټ له ۱۴مې د سپټمبر تر ۲۲ مې ڼېټې د ۳۸ ورځو په لړ کې په شپږو میدانونو کې ټولې ۳۴ سیالۍ ترسره شي.

د یاد لیګ سږن پړاو ته ۷ افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمن، الله محمد غضنفر، او وقار سلام خېل د بیلابیلو لوبډلو له لوري اخېستل شوي وو چې له منځه یی څلور لوبغاړي الله محمد غضنفر، وقارسلام خېل، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي.

د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکي حمان الله ګربز په یاد لیګ کې د خپل نه ګډون په اړه په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې پخپله نه غواړي په سږن پړاو کې یی ولوبېږي، په وینا یی اوسنی هدف یی درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام ته چمتووالی دی.

دغه راز عظمت الله عمرزی هم د افغان لوبډلې په تمریناتي کمپ کې ګډون لري او تر دې دمه یی ویسټ انډیز ته د سفر په تړاو څه نه دی ویلي او نوین الحق بیا له ټپونو څخه د نه رغېدلو له کبله تر دې دمه نه له ملي لوبډلې سره او نه هم په کرابین لیګ کې له خپلې لوبډلې یوځای شوی.

د یادونې وړ ده چې د یاد لیګ د تېر دولسم پړاو اتلولي د نوراحمد لکڼوال په شتون کې ګیانا امازون واریز ته په ماتې ورکولو ساینټ لوشیا کینګز لوبډلې ګټلې وه، نوراحمد لکڼوال په ۲۲ ویکټو د لیګ غوره لوبغاړی نومول شوی وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب