د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، واشنګټن په دې ښه پوهيږي، چې روسيه او چين د ګرینلینډ د نيولو کوم پلان نلري.
ټاس خبري اژانس ليکلي، هغه څرګندونې چې ګوندې روسيه او چين غواړي ګرينلينډ ونيسي، شايعات دي او واشنګټن په دې موضوع ښه پوهيږي.
هغه ويلي، د هېواد وګړي يې ان د ګرينلينډ د نوم په اړه نه پوهېدل؛ خو دغه موضوع په ناڅاپي ډول د بحث وړ وګرځېده.
نوموړي ټينګار کړی، چې د ګرینلینډ موضوع د ناټو اړوند ده او پرېکړه به یې هم دغه سازمان کوي.
سرګي لاوروف: روسيه او چين د ګرینلینډ د نيولو کوم پلان نلري
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، واشنګټن په دې ښه پوهيږي، چې روسيه او چين د ګرینلینډ د نيولو کوم پلان نلري.ټاس خبري اژانس ليکلي، هغه څرګندونې چې ګوندې روسيه او چين غواړي ګرينلينډ ونيسي، شايعات دي او واشنګټن په دې موضوع ښه پوهيږي.هغه ويلي، د هېواد وګړي يې ان د ګرينلينډ د نوم په اړه نه پوهېدل؛ خو دغه موضوع په ناڅاپي ډول…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



