کابل (کوه نور، ۲۹ مېزان ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، روسیه چمتو ده، چې له هر هغه هېواد سره د مساوات، درناوي او نهتحمیل پر بنسټ همکاري وکړي، چې له دې لارې اړیکې جوړول غواړي.
لاوروف ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې له ټولو هغو هېوادونو سره په پرانیستو لاسونو همکاري وکړو، چې غواړي اړیکې د مساوي حقونو او متقابل درناوي پر بنسټ وي؛ نه د زور یا امر پر اساس.
هغه دا څرګندونې د روسي اسکار ګټونکي فلم جوړوونکي نیکیتا میخاکوف د ۸۰ کلنۍ لپاره د جوړ شوي مستند فلم په مرکه کې کړې دي.
لاوروف زیاته کړې، دا سپکاوی دی، کله چې لوېدیځ ورته د خبرو کولو او یا بیرغ پورته کولو بلنه ورکوي؛ خو ورته د سرود غږولو اجازه نه ورکوي.
هغه د دې مستند فلم په مرکه کې د روسي لوبغاړو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې لوبغاړي یې اتلان، ځکه، چې د دا ډول شرایطو باوجود د خپلو هېوادونو استازیتوب کوي.
د نوموړي پر وینا، په هغو برخو کې، چې د هېواد د بقا لپاره حیاتي دي لکه امنیت، ټکنالوژي او خوراکي توکي باید روسیه پر ځان بسیا وي یا داسې شریکان ومومي، چې د لوېدیځو 'ناروغیو' څخه خوندي وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی، چې دا ډول شریکان یې د شانګهای همکاریو سازمان "SCO" او بریکس هېوادونو کې شته.




