کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سرېلانکا کې د سېلابونو له امله لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال: فرمان الله زبیرزی سرېلانکا کې پرون ورځ د ډیټوا په نوم طوفان، چې د یاد هېواد له شمالي برخو تېر شو پکې ۴۶ تنه مړه او د ۲۳ تنو جسدونه لا هم نادرکه دي. ځایې مسوولانو ویلي، د دې طوفان له امله ډېره مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه، چې په ختیځو او مرکزي سیمو کې له ۳۰۰ ملي مترو ډېر باران وورېد او ځمک ښویېدنه رامنځته شوه.…

2025-11-29 02:38 191۱ دقیقې لوستل
سرېلانکا کې د سېلابونو له امله لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال: فرمان الله زبیرزی

سرېلانکا کې پرون ورځ د ډیټوا په نوم طوفان، چې د یاد هېواد له شمالي برخو تېر شو پکې ۴۶ تنه مړه او د ۲۳ تنو جسدونه لا هم نادرکه دي.

ځایې مسوولانو ویلي، د دې طوفان له امله ډېره مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه، چې په ختیځو او مرکزي سیمو کې له ۳۰۰ ملي مترو ډېر باران وورېد او ځمک ښویېدنه رامنځته شوه.

سرېلانکایې چارواکو ویلي، ښایې تر راتلونکو ۱۲ ساعتونو د یاد طوفان له امله د مرګ ژوبلې ګراف مخ پورته لاړ شي.

د سرېلانکا د پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پر وینا، یاد طوفان کې ۴۴ زره تنه په ټول هېواد کې اغېزمن شوي او ګڼ شمېر عامه ځایونو او ښوونځیو ته د پنا لپاره تللي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، په دې طوفانونو کې د کولمبو د باندرانیکې نړۍوال هوایې ډګر فعالیتونو له ستونزو او ګډوډیو سره مخ شوي، چې ۱۵ الوتکې یې هند او نورو هوایې ډګرونو ته پرواز کولو ته اړ کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې هند تر نورو هېوادونو وړاندې د خپلو ۶,۵ مټریک ټنه خوراکو توکو مرستې لومړۍ جوپه یاد هېواد ته استولې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب