خبريال: صابر احمدزی
خبري سرچینو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي ځواک د یمن په جنوب کې د الضالع ولایت ځینې سیمې بمبار کړې دي.
د چهارشنبې د ورځې د سهار راپور له مخې، چې یمني رسنیو خپور کړی، د سعودي هوايي ځواک جنګي الوتکو د الضالع ولایت د زُبید ولسوالۍ په "الزند" نومي پوځي کمپ بمبار کړی دی.
دا کمپ د جنوبي انتقالي شورا پورې تړاو لري چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ ورسره دی.
د المیادین شبکې هم اعلان کړی چې سعودي عربستان د زُبید سیمه په شپږو جلا بریدونو کې بمبار کړې ده.
په دې بمبار کې هغه وسلې او پوځي تجهیزات په نښه شوي چې له عدن څخه دې سیمې ته لېږدول شوي وو، چې له امله یې سختې چاودنې رامنځته شوې دي.




