کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سنا هغه ماده لغوه کړې، چې له مخې یې د سناتورانو مبایلونه پرته له اجازې څېړل کېدل

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د استازو جرګې پرون ورځ په یوه خوله هغه ماده لغوه کړې، چې د حکومت د تمویل په قانون کې ور اضافه شوې وه او له مخې یې سناتورانو ته اجازه ورکول شوې وه، چې که د دوی تیلیفونونه پرته له خبرتیا وڅېړل شي، نو حکومت ته دې دعوه وکړي. د سنا د اکثریت مشر جان تون د چهارشنبې په سهار نه ده څرګنده ک…

2025-11-19 22:28 131۱ دقیقې لوستل
سنا هغه ماده لغوه کړې، چې له مخې یې د سناتورانو مبایلونه پرته له اجازې څېړل کېدل

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د استازو جرګې پرون ورځ په یوه خوله هغه ماده لغوه کړې، چې د حکومت د تمویل په قانون کې ور اضافه شوې وه او له مخې یې سناتورانو ته اجازه ورکول شوې وه، چې که د دوی تیلیفونونه پرته له خبرتیا وڅېړل شي، نو حکومت ته دې دعوه وکړي.

د سنا د اکثریت مشر جان تون د چهارشنبې په سهار نه ده څرګنده کړې، چې که چېرې دا ماده د استازو جرګې له‌خوا لیرې شي سنا به څه ډول اقدام کوي.

د ABC News د راپور له مخې، دغه ماده د جان تون په غوښتنه د حکومت د ستر تمویلي قانون برخه شوې وه، هغه قانون، چې تېره اونۍ کانګرس تصویب او ولسمشر لاسلیک کړی و.

راپور کې راغلي، اوس دیموکراتانو یوه قانوني لایحه وړاندې کړې، چې غواړي دا ماده له بودیجوي قانونه وباسي، هغه ماده، چې سناتورانو ته د خپلو تیلیفوني اسنادو د څېړنو پر ضد د دعوې حق ورکوي.

سرچینې وړاندې لیکلي، چې تون د دې مادې دفاع کړې او دا یې نه ده روښانه کړې، چې که سنا ته دا لایحه ورسېږي، دی به څه ډول اقدام کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب