کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سنټکام: د ايران په بندرونو محاصره بشپړه عملي شوه

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ستنکام ویلي چې د ایران پر بندرونو بشپړه سمندري محاصره عملي شوې ده.  د دغه قوماندانۍ په وینا، امریکايي ځواکونه په منځني ختیځ کې سمندري برتري لري او په لنډ وخت کې یې د ایران له سمندري لارو اقتصادي تګ راتګ درولی دی. د معلوماتو له مخې، د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه اقتصاد د سمندر له لارې نړیوال تجا…

2026-04-14 23:06 255۱ دقیقې لوستل
سنټکام: د ايران په بندرونو محاصره بشپړه عملي شوه

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ستنکام ویلي چې د ایران پر بندرونو بشپړه سمندري محاصره عملي شوې ده. 

د دغه قوماندانۍ په وینا، امریکايي ځواکونه په منځني ختیځ کې سمندري برتري لري او په لنډ وخت کې یې د ایران له سمندري لارو اقتصادي تګ راتګ درولی دی.

د معلوماتو له مخې، د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه اقتصاد د سمندر له لارې نړیوال تجارت پورې تړلی دی، او دا محاصره کولی شي د دغه هېواد پر اقتصاد جدي اغېز وکړي.

ستنکام زیاتوي چې د محاصرې له پیل څخه لومړنیو نږدې ۳۶ ساعتونو کې، ټول هغه سوداګریز فعالیتونه درول شوي چې د سمندر له لارې ایران ته داخلېږي او یا ترې وځي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب