کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سهیل شاهین د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضیعت په اړه د جرمني شارژدافیر سره خبرې کړې

کابل (کوه نور ۲۴ سرطان ۱۴۰۴) په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي استازي محمد سهیل شاهین د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر ډینهارډ سره لیدلي. په دوحه کې د سرپرست حکومت سیاسي استازي د جرمني سفارت له شارژدافیر سره د ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو د وضعیت، قونسلګري خدماتو او بشري مرستو په اړه د دوه اړخیزو اړ…

2025-07-15 03:26 147۲ دقیقې لوستل
سهیل شاهین د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضیعت په اړه د جرمني شارژدافیر سره خبرې کړې

کابل (کوه نور ۲۴ سرطان ۱۴۰۴) په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي استازي محمد سهیل شاهین د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر ډینهارډ سره لیدلي.

په دوحه کې د سرپرست حکومت سیاسي استازي د جرمني سفارت له شارژدافیر سره د ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو د وضعیت، قونسلګري خدماتو او بشري مرستو په اړه د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د دې ليدنې موخه د افغان کډوالو د وضعیت بیاکتنه، د دوه اړخیزو همکاریو ښه کول او په جرمني کې د افغان وګړو د قونسلګري چارو ته رسېدنه وه.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو په جرمني کې میشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالي په اړه خبرې کړي؛ په ځانګړي ډول هغه خدمتونه چې د افغان کډوالو د ورځني او قانوني اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي دي.

د یادونې وړ ده چې د خبرو اترو د تمرکز یوه بله برخه د هغو کډوالو لپاره چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي د آلمان بشري مرستو زیاتوالی دی.

ددغه راز د روغتیا سکتور حالت، د مهاجرینو بیړنۍ اړتیاوې، بیرته راستنېدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل عمل پر پیاوړتیا هم خبرې شوی.

دا مشورې په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه روانه ده او د نړیوال ملاتړ اړتیا تر بل هر وخت ډیره احساس شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب