کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوري..،ه: له ايران د سوريې د ورانېدو په بدل کې غرامت غواړو

 خبريال: صابر احمدزی  د سوريې د ماليې وزير محمد يسیر برنه تېره ورځ ويلي، هېواد یې له ايران د تېرې جګړې غرامت اخلي. برنه ويلي، ايران په سوريه کې د اسد د حکومت ملاتړ کوو چې له امله يې دغه هېواد وران شو، نو اوس باید ايران سلګونه ميليارده ډالر غرامت او حساب ورکړي. نوموړي همداراز ويلي، ايران که له سوريې خپل پورونه…

2026-01-05 12:30 156۱ دقیقې لوستل
سوري..،ه: له ايران د سوريې د ورانېدو په بدل کې غرامت غواړو

 خبريال: صابر احمدزی 

د سوريې د ماليې وزير محمد يسیر برنه تېره ورځ ويلي، هېواد یې له ايران د تېرې جګړې غرامت اخلي.

برنه ويلي، ايران په سوريه کې د اسد د حکومت ملاتړ کوو چې له امله يې دغه هېواد وران شو، نو اوس باید ايران سلګونه ميليارده ډالر غرامت او حساب ورکړي.

نوموړي همداراز ويلي، ايران که له سوريې خپل پورونه غواړي، نو هممهاله به سوريه هم له دغه هېواد د غرامت غوښتنه کوي.

همدې حال کې بيا ايران ويلي، سوريه کې یې ميلياردونه ډالر پانګونه کړې او اوس هم د دغه هېواد په بانکونو کې د ايران ميليارډونه ډالر کنګل شوي دي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سوريې ته په خطاب کې ويلي، حکومت بدليږي، خو نړيوال قوانين نه بدليږي او سوريه بايد د‌ همدې نړيوالو قوانينو له مخې، د ايران پورونه ادا کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب