د امریکا د جنګ وزارت ویلي، چې نن سـوریه کې په یوه برید کې دوه د امریکا پوځ سرتیري او یو ملکي ژباړن وژل شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنل ویلي، چې په دې برید کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس، دغه برید هغه مهال ترسره شوی کله، چې امریکايي سرتېرو د یو مهم مشر سره د داعش او ترهګرۍ ضد لیدنې ماموریت ترسره کاوه.
پارڼل زیاته کړې، چې د وژل شویو کسانو نومونه به تر هغه نه خپرېږي؛ ترڅو چې د دوی کورنیو ته خبر ور نه کړل شي.
د امریکا د جنګ وزیر پټ هیګسېت ویلي، چې برید کوونکی د ملګرو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
په همدې حال کې د سوریې رسمي خبري آژانس SANA ویلي، چې امریکايي سرتېري له سوریایي ځواکونو سره په ګډه ګزمه کې وو، چې ناڅاپي برید پرې ترسره شو.
سرچینې وړاندې لیکلي، د برید له امله د دیرالزور او دمشق ترمنځ لویه لاره هم تړل شوې او ویډیوګانې ښيي، چې د امریکا جنګي الوتکې د پېښې ځای ته الوتلې وې.




