کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوریه کې د داعش ډلې مالي مسؤل ووژل شو

کابل (کوه نور، ۳۱ اسد ۱۴۰۴): د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ "‎سنتکام" ځواکونو د اګست پر ۱۹مه نېټه په شمالي سوریه کې د داعش یو لوړپوړی غړی او د دې ډلې مهم مالي مسئول وژلی دی.  یاد غړی د سوریې او عراق لپاره د بریدونو د پلان کولو مسئول و او د داعش له بېلابېلو شبکو سره یې اړیکې لرلې. له همدې امله هغه د امریکا ا…

2025-08-21 21:20 120۱ دقیقې لوستل
سوریه کې د داعش ډلې مالي مسؤل ووژل شو

کابل (کوه نور، ۳۱ اسد ۱۴۰۴): د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ "‎سنتکام" ځواکونو د اګست پر ۱۹مه نېټه په شمالي سوریه کې د داعش یو لوړپوړی غړی او د دې ډلې مهم مالي مسئول وژلی دی.

 یاد غړی د سوریې او عراق لپاره د بریدونو د پلان کولو مسئول و او د داعش له بېلابېلو شبکو سره یې اړیکې لرلې.

له همدې امله هغه د امریکا ائتلاف او د نوي سوریې حکومت لپاره یو مستقیم ګواښ ګڼل شوی و.

د سنتکام قوماندان، ادمیرال برډ کوپر په دې اړه ویلي: «موږ په ټینګ هوډ سره په داعش ترهګرو پسې په ټوله سیمه کې ګرځو. سنتکام د خپلو شریکانو او متحدینو ترڅنګ، د داعش د بشپړو ماتولو او د متحده ایالاتو د خاورې د ساتنې په ژمنه ولاړ دی.»

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب