سوریې او اسرایلو د امریکا پر منځګړیتوب اوربند کړی
کابل (کوه نور ۲۸ سرطان ۱۴۰۴): ترکیه کې د امریکا سفیر ټام براک ویلي، سوریې او اسرایلو د امریکا په منځګړیتوب له یو بل سره اور بند کولو ته غاړه ایښې ده. براک نن سهار پر اېکس پاڼه لیکلي، د ترکیې او اردون په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرایلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی. د دې دواړو…
2025-07-19 02:50 91۱ دقیقې لوستل
کابل (کوه نور ۲۸ سرطان ۱۴۰۴): ترکیه کې د امریکا سفیر ټام براک ویلي، سوریې او اسرایلو د امریکا په منځګړیتوب له یو بل سره اور بند کولو ته غاړه ایښې ده.
براک نن سهار پر اېکس پاڼه لیکلي، د ترکیې او اردون په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرایلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.
د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند خبرې داسې مهال اعلانېږي، چې اسرایلو د سوریې سوېل لوديځه سیمه سوېدا کې د مذهبي ډلو ترمنځ له نښتو وروسته د سوریې په مرکز دمشق کې د دغه هېواد پر دفاع وزارت هوایې بريدونه وکړل.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.