کابل (کوه نور، ۱۷ جدي ۱۴۰۴): د سوریې او اسراییلو ترمنځ د امریکا تر څارنې لاندې پاریس کې تر ترسره شوې لیدنې وروسته، دواړو هېوادونو د امنیتي ترتیباتو او د همکارۍ د نوي فصل د پیل په اړه هوکړه کړې ده.
د آکسیوس خبري آژانس پرون سه شنبه، د جنورۍ په ۶مه راپور ورکړی، چې دې خبرو اترو د سوریې د حاکمیت او ثبات، د اسراییلو د امنیت تضمین او د دواړو هېوادونو د هوساینې د ملاتړ پر لور تمرکز درلود.
راپور کې راغلي، دواړو خواوو موافقه کړې، چې یو ګډ همغږی میکانېزم جوړ کړي؛ ترڅو د معلوماتو شریکول، د پوځي کړکېچونو کمول او ډیپلوماتیک تعامل پیاوړی شي.
په همدې حال کې د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، دا ډیپلوماتیک مذاکرات د څو میاشتو ځنډ وروسته بیا پیل شوي او دا د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د منځني ختیځ د سولې د طرحې یوه برخه ده.
اسراییلو ټینګار کړی، چې د خپلو وګړو د امنیت، د اقتصادي همکاریو پراخوالي او په سوریه کې د دروز اقلیت د امنیت ملاتړ ډېر اهمیت لري.
باید وویل شي، چې د سوریې او اسراییلو ترمنځ اړیکې د پولو پر سر اختلافاتو، سیمهییزو شخړو او د بیلابیلو خواوو نظامي ملاتړ له امله، په وروستیو کلونو کې ډېرې ترینګلې وې.




