کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سويس کې د اوکراين او روسيې د سولې لپاره بحثونه د مسکو له استازي پرته ترسره شوي

سي‌ان‌ان ويلي، په سويس کې د سلو هېوادونو استازي د اوکراين د ولسمشر په ګډون  د دې لپاره راټول شوي وو چې د روسيې او اوکراین د سولې لپاره حل لار ولټوي. د اوکراين ولسمشر زيلنسکي ويلي، د‌ جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل وړاندیزونه استوي، خو نوموړي په‌ دې چاره کې د خپلو متحدو او ملاتړو هېوادونو رضايت ا…

2024-06-16 01:41 119۱ دقیقې لوستل
سويس کې د اوکراين او روسيې د سولې لپاره بحثونه د مسکو له استازي پرته ترسره شوي

سي‌ان‌ان ويلي، په سويس کې د سلو هېوادونو استازي د اوکراين د ولسمشر په ګډون  د دې لپاره راټول شوي وو چې د روسيې او اوکراین د سولې لپاره حل لار ولټوي.

د اوکراين ولسمشر زيلنسکي ويلي، د‌ جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل وړاندیزونه استوي، خو نوموړي په‌ دې چاره کې د خپلو متحدو او ملاتړو هېوادونو رضايت اړين بللی دی.

ده ويلي، ««وياړي چې د نړۍ د سولې په سرمشريزه کې ګډونوال دی»» او له غړو هېوادونو يې غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو په مسله کې دې فعال اووسي.

ورته‌ مهال بیا امريکا له اوکراین سره د ۱.۵ مليارده ډالرو د مرستې اعلان هم کړی چې د جګړې له امله زيانمن ځايونه بېرته ورغوي او دغه راز بشري اړتياوې پوره کړي.

بلخوا بیا پوتين په اوکراين کې د جنګ له منځه وړلو لپاره د اوکراین دننه ځمکې غواړي او د اوربند لپاره يې همدا شرط ټاکلی دی، هغه چې اوکراين يې د تسليمي‌ په معنی بولي.

د اوکراين او روسيې ترمنځ د جګړې موده له دوو کلونو اوړي خو لا يې هم د حل په موخه کومه پايله نده لرلې.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب