کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوډان کې د لوږې له امله د یاد هېواد وګړي د څارویو د خوراک خوړو ته اړ شوي

کابل (کوه نور، ۲۳ سنبله ۱۴۰۴): په محاصره شوي سوډاني ښار کې د دې هېواد یو شمېر وګړي او په ځانګړې توګه ماشومان د لوږې له امله اړ شوي، چې د څارویو د خوراک خوړلو ته مخه کړي.  د سوډان په محاصره شوي الفاشر ښار کې د ټولنې د پخلنځي ښځې د نا امېدۍ په ګڼه کې ناستې دې او وایې، چې ماشومان یې د سترګو پر وړاندې ژوند له لاسه ورک…

2025-09-15 03:38 59۳ دقیقې لوستل
سوډان کې د لوږې له امله د یاد هېواد وګړي د څارویو د خوراک خوړو ته اړ شوي

کابل (کوه نور، ۲۳ سنبله ۱۴۰۴): په محاصره شوي سوډاني ښار کې د دې هېواد یو شمېر وګړي او په ځانګړې توګه ماشومان د لوږې له امله اړ شوي، چې د څارویو د خوراک خوړلو ته مخه کړي.

 د سوډان په محاصره شوي الفاشر ښار کې د ټولنې د پخلنځي ښځې د نا امېدۍ په ګڼه کې ناستې دې او وایې، چې ماشومان یې د سترګو پر وړاندې ژوند له لاسه ورکوي.

د یاد هېواد د اوسېدونکو پر وینا، دوی نه پوهېږي څه وکړي، بچیان یې بې ګناه دي، نه له پوځ سره تړاو لري او نه هم د پوځ له سیالې ډلې سره.

د الفاشر اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دې ښار کې د خوړو د کموالي بیې دومره لوړې شوي، چې هغه پیسې، چې پخوا به د یوې اوونۍ د خوړو لپاره بس وې اوس یواځې د یوې ورځې لپاره بس دي.

د ځایې مسوولانو پر وینا، د لوږې له امله په ځانګړي ډول د الفاشر ښار سخت اغېزمن شوی، چې هلته لوږه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده.

 د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د خبرداري له مخې، وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د لا ډېرو ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

د OCHA د عملیاتو او وکالت مشرې "ایدم ووسورنو" چې دا مهال په یاد هېواد کې ده، ویلي، کړاو بې حده ډېر دی، خلک یا محاصره دي، یا بې کوره شوي او یا هم ستانه شوي؛ ترڅو له ویجاړ شویو ټولنو سره مخامخ شي.

ووسورنو د بې خنډه لاسرسي او بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې؛ ترڅو د کړاو په لومړۍ کرښه کې له خلکو سره مرسته وشي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند "فرحان حق" په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته په بریفینګ کې ویلي، چې د خوراکي توکو د ورځ تر بلې اندېښمنوونکې کموالي او د بیو د پورته کېدو له امله، راپورونه ښيي چې په الفاشر کې خلک د څارويو خوراک خوړلو ته اړ شوي، چې دا د یوه ورځ تر بلې د ناورین په لور روان حالت څرګندوي.

الفاشر کې د هېواد په کچه د لومړنیو توکو بیې تر ټولو لوړې دي، چې د هر کور لپاره په میاشت کې نږدې ۱۰۰۰ ډالرو ته رسېږي او دا د ډېری کورنیو له وس څخه بهر بیې دي.

 فرحان حق ویلي، یواځې د خوړو بیه له ۷۰۰ ډالرو ډېره ده، چې دا د هېواد د نورو برخو د بنسټیزو خوراکي توکو له بیې څخه له اته چنده ډېره ښودل شوې ده.

هغه زیاته کړې، د دې لوړو بییو له امله د محاصرې او د یو کال راهیسې د سړک له لارې د مرستو د نه رسېدو سره یوځای؛ زرګونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې د سرمنشي او د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د همغږي کوونکي له خوا د اوربند غوښتنې په اړه هڅې "تر بل هر وخت ډېر مهمې دي."

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب