کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوډان کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو برید کې شپږ تنه وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو مأموریت د مالوماتو له مخې، دغه برید پرون ورځ د سوډان د کوردوفان سیمه کې شوی، د یوه ډرون په واسطه ترسره شوی، چې پکې د بنګله‌دېش اړوند شپږ سوله ساتونکي وژل شوي دي. په برید کې د ملګرو ملتونو د مأموریت یو مرکز هدف ګرځول شوی و، چې له امله یې شپږ نور کسان ټپیان شوي، د څلورو…

2025-12-13 23:23 88۱ دقیقې لوستل
سوډان کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو برید کې شپږ تنه وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو مأموریت د مالوماتو له مخې، دغه برید پرون ورځ د سوډان د کوردوفان سیمه کې شوی، د یوه ډرون په واسطه ترسره شوی، چې پکې د بنګله‌دېش اړوند شپږ سوله ساتونکي وژل شوي دي.

په برید کې د ملګرو ملتونو د مأموریت یو مرکز هدف ګرځول شوی و، چې له امله یې شپږ نور کسان ټپیان شوي، د څلورو روغتیایي حالت نازک بلل شوی دی، چې یاد شمېر ټپیان هم بنګلدېشي تابعیتونه لري.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول حملې بې‌دلیله دي او ښایي د جنګي جرمونو په چوکاټ کې شاملې شي.

همداراز د بنګله‌دېش مؤقت مشر محمد یونس هم دغه پېښه غندلې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې خپلو سوله ساتونکو ته عاجله مرسته ورکړي.

سوډاني پوځ د دغه برید مسؤلیت پر باغي ډلې ریپډ سپورټ فورس "RSF" اچولی؛ خو تر اوسه د RSF له‌خوا په دې اړه هېڅ غبرګون نه‌دی ښودل شوی.

د یادونې وړ ده، چې د سوډان پوځ او RSF ترمنځ له تېرو دوه کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده، چې زرګونه کسان پکې وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب