کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوېلي کوریا کې د اورلګېدنې له امله زرګونه خلکو خپل کورونه پرېښي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په سوېلي کوریا کې د پراخې اور لګېدنې له امله ۲۷ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. د یاد اژانس په راپور کې راغلي چې په دغه اور لګېدنه کې د یاد هېواد په سوېل ختیځ سیمه کې د پراخې اور لګېدنې له امله تقریباً ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په راپور کې راغلي دغه اورلګېدنه پرو…

2025-03-25 21:00 40۱ دقیقې لوستل
سوېلي کوریا کې د اورلګېدنې له امله زرګونه خلکو خپل کورونه پرېښي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په سوېلي کوریا کې د پراخې اور لګېدنې له امله ۲۷ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د یاد اژانس په راپور کې راغلي چې په دغه اور لګېدنه کې د یاد هېواد په سوېل ختیځ سیمه کې د پراخې اور لګېدنې له امله تقریباً ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې راغلي دغه اورلګېدنه پرون د سه شنبې په ورځ رامنځته شوې ده چې د سوېلي کوریا سویل ختیځي برخې یو شمېر سیمې یې سوځولي او د یادې سیمې لږ تر لږه ۲۷ زره خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

د یاد هېواد سرپرست ولسمشر هان دوک سو وعده چې ددغه اور لګېدنې د مهار کولو لپاره به د حکومت له ټولو امکاناتو څخه کار اخلي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب