کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سټارمر: د هرمز تنګي له محاصره کولو ملاتړ نه کوو

د برېتانیا لومړي وزیر کیر‌سټارمر ويلي، هېواد يې د امريکا له لوري د هرمز تنګي د محاصره کولو ملاتړ نه کوي. هغه ويلي، که څومره هم په دغه هېواد فشار راوړل شي، چمتو نه دي، چې نه د ايران پر وړانډې جګړې ته لاړ شي او نه هم د هرمز تنګي د محاصره کولو ملاتړ وکړي. نوموړي ويلي، ښه دا ده چې هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص شي، لکه څن…

2026-04-13 06:35 298۱ دقیقې لوستل
سټارمر: د هرمز تنګي له محاصره کولو ملاتړ نه کوو

د برېتانیا لومړي وزیر کیر‌سټارمر ويلي، هېواد يې د امريکا له لوري د هرمز تنګي د محاصره کولو ملاتړ نه کوي.

هغه ويلي، که څومره هم په دغه هېواد فشار راوړل شي، چمتو نه دي، چې نه د ايران پر وړانډې جګړې ته لاړ شي او نه هم د هرمز تنګي د محاصره کولو ملاتړ وکړي.

نوموړي ويلي، ښه دا ده چې هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص شي، لکه څنګه چې يې په تېرو اوونیو کې مونږ د خلاصون لپاره هڅې وکړې.

دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې ټرمپ خپلو ځواکونو ته د هرمز تنګي د محاصره کولو امر کړی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ويلي، چې دغه تنګي کې به د کښتیو څار هم وکړي.

هاخوا بیا ايران ګواښ کړی، چې د هرمز تنګي د محاصره کولو پایله يوازې مرګ دی او ځواکونه يې د امريکا دې کار ته اجازه نه ورکوي.

ياده دې وي، ټرمپ دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې پاکستان کې د امريکا او ايران مذاکرات ناکام شول.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب