کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سټنکام: د امريکا او سعودي جنګي الوتکو په عراق کې د ایران ملاتړو ډلو اهداف په نښه کړې

 د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې واشنګټن او رياض په ګډه عراق کې د ایران پلوه ډلو پر هدفونو دقیق هوايي بریدونه کړي دي.  یادې قوماندانۍ ویلي، چې بریدونه د عراق په ختیځ کې د لوژستیکي مرکزونو او د وسلو پر زېرمو ترسره شوي دي.  سټنکام ويلي، چې دا بريدونه يې هغه ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو په…

2026-07-29 01:14 322۱ دقیقې لوستل
سټنکام: د امريکا او سعودي جنګي الوتکو په عراق کې د ایران ملاتړو ډلو اهداف په نښه کړې

 د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې واشنګټن او رياض په ګډه عراق کې د ایران پلوه ډلو پر هدفونو دقیق هوايي بریدونه کړي دي.

 یادې قوماندانۍ ویلي، چې بریدونه د عراق په ختیځ کې د لوژستیکي مرکزونو او د وسلو پر زېرمو ترسره شوي دي.

 سټنکام ويلي، چې دا بريدونه يې هغه ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو په غبرګون کې کړې ، چې د ایران د امریکايي ځواکونه پر اډو او د سعودي عربستان د انرژۍ بنسټونو باندې کړې وو.

سرچينه زیاتوي، چې پر امریکايي ځواکونو شوي بریدونه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او ټینګار یې کړی، چې دغه هوايي بریدونه د هغو پرله‌پسې ګواښونو په ځواب کې ترسره شوي، چې دوی دوامدار بللي دي.

 د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز د ایران له سپاه پاسداران او هغو ډلو، چې له ایران سره تړاو لري، غوښتي چې بریدونه ودروي.

 امريکا خبرداری ورکړی، که دغه بریدونه دوام وکړي، امریکا به نور پوځي غبرګونونه هم ترسره کړي.

 

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب