کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سپاه ايران کې پر پوهنتونو تر بريد وروسته: اسرا... او امريکايي پوهنتونونه مو مشروع هدف دي

د ایران سپاه ځواکونو وروسته له هغې د اسرايلي او په آسیا کې د امريکايي پوهنتونونه په نښه کولو خبرداری ورکړ، چې امريکا او اسرا... د ايران په تهران کې د ساينس پوهنتون او اصفهان کې د تکنالوژۍ پوهنتون په نښه کړ. دغه ځواکونو ويلي، دوی هم د ځوابي برید په توګه اسرايلي او آسيا کې امريکايي پوهنتونونه په نښه کوي. همدې حال کې بيا…

2026-03-29 01:13 183۱ دقیقې لوستل
سپاه ايران کې پر پوهنتونو تر بريد وروسته: اسرا... او امريکايي پوهنتونونه مو مشروع هدف دي

د ایران سپاه ځواکونو وروسته له هغې د اسرايلي او په آسیا کې د امريکايي پوهنتونونه په نښه کولو خبرداری ورکړ، چې امريکا او اسرا... د ايران په تهران کې د ساينس پوهنتون او اصفهان کې د تکنالوژۍ پوهنتون په نښه کړ.

دغه ځواکونو ويلي، دوی هم د ځوابي برید په توګه اسرايلي او آسيا کې امريکايي پوهنتونونه په نښه کوي.

همدې حال کې بيا د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي، پر ايران د روانو بريدونو اصلي موخه د دغه هېواد د علمي بنسټونو نړول دي.

نوموړي زياته کړې، امريکا او اسرا... دغه چاره په يو سيستماتيک ډول مخ ته وړي.

هغه زياته کړې، د ايران اټومي او توغنديز بنسټونه د امريکا لپاره بهانه وه؛ خو اصلي موخه دا ده، چې دغه هېواد د ايران علمي، کلتوري او تاریخي بنسټونه له منځه وړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب