کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سپاه پاسداران: زمونږ توغوندي د نړۍ هره نقطه نښه کولای شي

 د ايران سپاه پاسداران ځواکونو مرستیال محمد رضا نقدي ادعا کړې چې د دغه هېواد له لوري جوړ شوي توغوندي د نړۍ هره نقطه کې اهداف په نښه کولای شي. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د ايران له دولتي تلويزون (صدا و سیما) سره په یوه مرکه کې کړي دي. نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې هېواد يې په نظامي برخه کې د هر ډول فناوری وړتيا لر…

2025-02-02 21:00 37۱ دقیقې لوستل
سپاه پاسداران: زمونږ توغوندي د نړۍ هره نقطه نښه کولای شي

 د ايران سپاه پاسداران ځواکونو مرستیال محمد رضا نقدي ادعا کړې چې د دغه هېواد له لوري جوړ شوي توغوندي د نړۍ هره نقطه کې اهداف په نښه کولای شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د ايران له دولتي تلويزون (صدا و سیما) سره په یوه مرکه کې کړي دي.

نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې هېواد يې په نظامي برخه کې د هر ډول فناوری وړتيا لري.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دغه هېواد تازه د اعتماد په نوم نوی توغندی نندارې ته وړاندې کړی دی.

ايراني رسنيو ويلي، دغه توغندی دفاع وزارت له لوري جوړ شوی او تر ۱۷۰۰ کيلو متره اندازه پورې اهداف په نښه کولای شي.

بايد‌ ياده شي چې لويدیځ بار بار د ايران د توغنديز شرکتونو او برنامو په اړه اندیښنه څرکنده کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب