سپاه: که زمونږ تاسيسات په نښه شي، د هغو هېوادونو تاسيسات په نښه کوو، چې د امريکا اډې پکې وې
د ايران سپاه ځواکونو خبر ورکړی، که امريکا د ايران د برېښنا پر بندونو د برید هڅه وکړې، نو ایران به غچ اخیستونکی ځواب ورکړي، د اسر... د برېښنا بندونه او د سیمې د هغه هېوادونو برېښنا تاسيسات به په نښه کړي، چې د امریکا اډو ته برېښنا برابروي. د يادو ځواکونه په اعلاميه کې راغلي، امریکا د ايران زور نه دی ليدلي؛ خو د جنګ…
2026-03-23 01:10 170۱ دقیقې لوستل
د ايران سپاه ځواکونو خبر ورکړی، که امريکا د ايران د برېښنا پر بندونو د برید هڅه وکړې، نو ایران به غچ اخیستونکی ځواب ورکړي، د اسر... د برېښنا بندونه او د سیمې د هغه هېوادونو برېښنا تاسيسات به په نښه کړي، چې د امریکا اډو ته برېښنا برابروي.
د يادو ځواکونه په اعلاميه کې راغلي، امریکا د ايران زور نه دی ليدلي؛ خو د جنګ په ميدان کې به ډېر ژر وګورئ.
سرچينه زیاتوي، امریکا تر اوسه پورې د ايران ۵ د اوبو تأسیسات په نښه کړي، چې په کې د قشم ټاپو د اوبو د تصفیې (مالګې پاکولو) یوه دستګاه هم شامله ده.

Farmanullah zubairzaiفرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري.
سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.