سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې د ناټو له مشر مارک روټه سره د يوې ناستې پر مهال د ګرينلينډ او قطبي سيمې د راتلونکي په تړاو يو چوکاټ جوړ شوی، چې عملي کېدل به يې د امريکا او د ناټو غړو هېوادونو لپاره ګټورې پايلې ولري.
سرچينې دغه راز ليکلي، پر اروپايي هېوادونو هغه تعرفې چې د ګرينلينډ د مخالف پر سر د راتلونکې فبرورۍ مياشتې څخه عملي کېدلې، بېرته لغوه شوي دي.
سپینې ماڼۍ ليکلي، د دغه پرمختګونو نور جزيات به راتلونکي کې شريک شي.
د يادونې ده، چې له ناټو سره به د مذاکراتو مشري د امريکا د ولسمشر مرستيال جيډي وينس، د بهرنيو چارو وزير مارک روبيو سټيو وېټکوف پر مخ وړي.
د يادونې ده چې نن د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير د ټرمپ له هغه خبرو هم هرکلی کړی وو، چې ويلي وو نه غواړي ګرينلينډ په زور ونيسي.




