خبریاله: نازو عمري
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ټیم په دې خبرې اترې کړي؛ چې د ډنمارک نیمه خپلواکه سیمه ګرینلنډ د امریکا برخه کړي.
دسرچینې دمعلوماتو له مخې ټرمپ به ددغه اقدام لپاره پوځي ځواک هم داحتمال په توګه وکاروي.
سپینې مانۍ دغه راز ویلي چې، د ګرینلنډ خپلول د امریکا د ملي امنیت لپاره ډېر اهمیت لري.
دا خبره له هغې وروسته بیا راپورته شوه، چې د اروپا شپږو مهمو هېوادونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې او نورو، د ډنمارک ملاتړ وکړ او ویې ویل یوازې ډنمارک او ګرینلنډ دا حق لري چې د خپلې راتلونکې او اړیکو پرېکړه وکړي.
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د امنیتي دلایلو له کبله امریکا ګرینلنډ ته اړتیا لري، خو د ډنمارک لومړي وزیر دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې وو چې که امریکا کوم پوځي برید وکړي، دا به د ناټو د تړون نقض وبلل شي.
دا په داسې حال کې ده ، چې امریکا تازه په وینزویلا کې له پوځي لاسوهنې وروسته، د هغه هېواد مشر نیکولاس مادورو نیولی دی.




