کابل (کوه نور، ۱۰ مېزان ۱۴۰۴): سپینې ماڼۍ د فدرالي حکومت د تړل کېدو په لومړۍ ورځ، چې د موقتي بودیجې د لایحې د نهتصویب کېدو له امله رامنځته شوې، اعلان کړی، چې د راتلونکو دوو ورځو په موده کې به د فدرالي ادارو د کارکوونکو د پراخې ایستنې لړۍ پیل کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، تېره سهشنبه د مېزان د اتمې نېټې په ماښام وروسته له هغې، چې جمهوري غوښتونکي او دموکرات سناتوران د حکومت د غوښتل شوې بودیجې پر سر هوکړې ته ونه رسېدل د چهارشنبې سهار له رارسېدو سره د امریکا د حکومت لویه برخه په رسمي ډول بنده شوه.
تر دې څو ساعته وروسته، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت خبریالانو ته ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره په پلان کې لري، چې د فدرالي کارکوونکو پراخې ایستنې «ژر او د یوې یا دوو ورځو په ترڅ کې» پیل کړي.
د سپینې پر اېکس پاڼه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د سنا تالار کې تر رایګیرۍ وړاندې ګواښ کړی و، چې که د هغه غوښتل شوې بودیجه تصویب نه شي او حکومت یې وتړل شي؛ نو پر ځای د دې، چې کارکوونکي په جبري رخصتۍ واستوي؛ هغوی به په دایمي ډول له دندو لرې کړي.
په همدې مهال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي. ډي. ونس د چهارشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي اقدام کې، چې چایې طمع نه لرله د سپینې ماڼۍ د خبري غونډې ځای ته ورغلی و او له دموکراتانو یې غوښتنه کړې وه، چې د موقتي بودیجې د لایحې له تصویب سره موافقه وکړي؛ ترڅو د حکومت تړل کېدو ته د پای ټکی کېښودل شي او د دغو پراخو ایستنو مخه ونیول شي.




