کابل (کوه نور، ۲۳ جدي ۱۴۰۴): سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ګرینلنډ د امریکا خاوره وګرځوي، ځکه چې وېره لري که امریکا اقدام ونه کړي؛ نو روسیه یا چین به دا ټاپو ونیسي، چې دا کار به نه یوازې د امریکا؛ بلکې د اروپا او د ګرینلنډ لپاره هم په زیانمن تمام شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیوېټ، زیاته کړې، ښايي دا کړنه دا د ګرینلنډ لپاره هم غوره وي، چې د متحده ایالاتو برخه شي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي، چې ګرینلنډ باید له امریکا سره یوځای شي او د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې یې ان د زور کارونې امکان هم رد نه کړ.
په همدې حال کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال ولسمشر JD Vance ویلي، چې واشنګټن هیله لري ګرینلنډ به لومړی خپلواکي واخلي او بیا به له امریکا سره سولهییز یووالی وکړي؛ خو د جنورۍ په ۶مه سپینې ماڼۍ له رویټرز سره په یوه لیکلي بیان کې ویلي و، چې طبعاً د پوځ کارول تل د ستر قوماندان (ولسمشر) اختیار دی.
په ورته وخت کې د روسیې سفیر په کوپنهاګن، ولادیمیر باربین، ویلي، چې ګرینلنډ غواړي خپلواک پاتې شي او نه غواړي د ډنمارک یا امریکا برخه شي.




