شمالي کوریا وايي، چې د څو کلونو په نتیجه کې یې داسې یو اوبتل جوړ کړی چې اټومي حمله ورڅخه کېدای شي.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، ددې هیواد مشر کیم جونګ اون د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۶مه) ددې اوبتل دپرانستې په مراسمو کې وویل چې دا اوبتل په اټومي وسلو باندې د سمندري ځواکونو د سمبالولو په وړاندې د هڅو یوه برخه ده.
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون دا د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د اسیايي متحدانو په وړاندې د مبارزې لپاره په اټومي وسلو دسمبال سمندري ځواک جوړولو په هدف حیاتي هڅه ګڼلې ده.
دا اوبتل د هیرو کیم کون اوک، په نوم نومول شوی دی.
شمالي کوريا سږ کال د ريکارډ په کچه وسلې ازمایلي دي خو تېره مياشت د دوهم ځل لپاره په خپله هڅه کې هم ناکامه شوه چې يوهجاسوسي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.




