د شمالي کوريا رهبر، کېم جونګ اون خپل هغه سرتيري چې ۱۲۰ ورځې یې د روسيې په دفاع کې له اوکراين سره جګړه وکړه، ستايلي دي.
د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ويلي، کېم دغه سرتيري «اتلان» بللي دي.
دغه سرتيري چې کورسک سیمه کې یې جګړه او د ماين پاکي برخه کې دنده کړې، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ماموريت کې نهه تنه سرتیري وژل شوي دي.
همدې حال کې بيا د روسیې دفاع وزارت هم د ماين پاکي په برخه کې، د شمالي کوريا د سرتيرو له هڅو مننه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د شمالي کوريا سرتېرو د روسيې په ملاتړ جګړه کې برخه اخيستې وه.




