ڪابل (ڪوه نور، ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴): د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس، "KCNA" راپور ورکړی، چې یاد هېواد ویلي، د حاپان د اټومي وسلو د ترلاسه اراده باید کابو شي.
راپور کې راغلي، جاپان په ښکاره ډول غواړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي، ځکه یې ویلي چې باید د "دریو غیر اټومي اصولو" بیا کتنه وشي.
د KCNA پر وینا، جاپان هغه وخت دا خبرې په فعاله ډول پیل کړې کله، چې متحده ایالاتو د جنوبي کوریا له خوا د اټومي انرژۍ لرونکي آبدوز جوړولو غوښتنه ومنله.
باید وویل شي، چې اکټوبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې ده جنوبي کوریا ته اجازه ورکړې، چې اټومي ځواک لرونکی آبدوز جوړ کړي؛ دا اعلان هغه مهال شوی و کله، چې ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر لی جې میونګ سره د سوداګرۍ د تړونونو لپاره لیدنه وکړې وه.




