کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

شهباز: افغانستان دوه انتخابه لري، يا موږ يا تر.ه.ګ،ر

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د هغه ۱۲ تنو هلاک شويو پاکستاني پوځیانو چې د پښتونخوا سوات کې وژل شوي وو، د جنازې مراسمو کې ويلي، افغانستان دې زمونږ او ترهګرو ترمنځ يو انتخاب کړي. نوموړي افغان حکومت تورن کړی چې د هند په ملاتړ پاکستان کې د جنګېدونکو وسلوالو ملاتړ کوي. هغه ويلي، هر څوک چې د پاکستان خلاف د جنګياليو ملاتړ…

2025-09-13 12:28 308۱ دقیقې لوستل
شهباز: افغانستان دوه انتخابه لري، يا موږ يا تر.ه.ګ،ر

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د هغه ۱۲ تنو هلاک شويو پاکستاني پوځیانو چې د پښتونخوا سوات کې وژل شوي وو، د جنازې مراسمو کې ويلي، افغانستان دې زمونږ او ترهګرو ترمنځ يو انتخاب کړي.

نوموړي افغان حکومت تورن کړی چې د هند په ملاتړ پاکستان کې د جنګېدونکو وسلوالو ملاتړ کوي.

هغه ويلي، هر څوک چې د پاکستان خلاف د جنګياليو ملاتړ کوي، سخت ځواب به ورکړي.

نوموړي همداراز د خپل هېواد په بريدونو کې افغانان ښکېل بللي او حکم یې کړی چې غیر قانوني کډوال ژر وباسي.

دا لومړی ځل نه دی چې شهباز د خپل هېواد د نا امني مسوول افغانستان ګڼي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم بار بار افغانستان تورن کړی دی.

افغان حکومت د نننيو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو تر دې وړاندې یې دغه ډول څرګندونې بې بنسټه بللي دي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب