کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف لندن کې يوې غونډې ته ويلي، پاکستان او هند څلور جګړې وکړې، ميليونونه ډالر پرې ولګېدل، چې دغه ډالر بايد د جګړې پر ځای پر پرمختګ او خوښۍ مصرف شوې وای.
پاکستاني رسنیو د هغه له خولې ويلي، له هندوستان سره د ستونزو د حل په موخه د برابروالي پر بنسټ خبرې غواړي او تر هغې چې د کشمیر ستونزه نه وي حل شوي، له هند سره اړيکې ټينګېدل ناممکن دي.
شهباز ويلي، د کشمیر د خلکو وينه له هېڅکله ضايع نشي.
د نوموړي په خبره، هند به پر پاکستان به برید مخکې سل ځله د برید په اړه فکر کوي.
نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه لوړپوړي غړي ويلي، ښايي هند د روان کال اکتوبر مياشت کې يو ځل بيا پر هند بريد وکړي.
همدې حال کې بيا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ويلي، د شهباز وينا به نن له غرمې ورسته چې، پکې د هند خلاف د تېرې جګړې، اقتصادی مسايلو، سفارتي اړیکو او نورو موضوعاتو خبرې کړي، خپره شي.
ياده دې وي چې شريف به نن له لندن څخه متحده ايالاتو ته لاړ شي او هلته به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.
شهباز شريف: مونږ او هند ګاونډيان يو، بايد يوځای ژوند وکړو
کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف لندن کې يوې غونډې ته ويلي، پاکستان او هند څلور جګړې وکړې، ميليونونه ډالر پرې ولګېدل، چې دغه ډالر بايد د جګړې پر ځای پر پرمختګ او خوښۍ مصرف شوې وای.پاکستاني رسنیو د هغه له خولې ويلي، له هندوستان سره د ستونزو د حل په موخه د برابروالي پر بنسټ خبرې غواړي او تر…




