کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

شهباز شریف: مونږ د سولې په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتو

 د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره تيليفوني خبرو کې ټينګار کړی، چې پاکستان به د سولې او مذاکراتو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي. شهباز پر اېکس ليکلي، چې تراوسه د پاکستان په کوربه توب د امريکا او ايران مذاکرات ښه پر مخ تللي دي. هغه پزشکيان ته ډاډ ورکړی، چې ايران يې ورور هېواد دی او…

2026-04-25 20:01 81۱ دقیقې لوستل
شهباز شریف: مونږ د سولې په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتو

 د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره تيليفوني خبرو کې ټينګار کړی، چې پاکستان به د سولې او مذاکراتو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

شهباز پر اېکس ليکلي، چې تراوسه د پاکستان په کوربه توب د امريکا او ايران مذاکرات ښه پر مخ تللي دي.

هغه پزشکيان ته ډاډ ورکړی، چې ايران يې ورور هېواد دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

هممهاله بيا پزشکيان په يادو مذاکراتو کې د پاکستان رول ستایلی دی.

شهباز دغه راز د ايران رهبر ته سلامونه او درناوی هم استولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ايراني پلاوي اسلام اباد کې خپل شرایط پاکستان ته واورول، له امريکا سره يې له مخامخ خبرو انکار وکړ او له پاکستان یې امريکا ته د ايران د پيغام د رسولو غوښتنه وکړه؛ خو ټرمپ څو شیبې وروسته د امريکايي پلاوي پلان شوی سفر لغوه کړ او زیاته يې کړه چې يادو مذاکراتو ته دا اوږد سفر نه ارزي او په خبره يې چې امريکا برلاسې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب