کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عاصم منير: د يوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستان مهم دی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير پرون (چهارشنبه) د جنوري په ۲۴ د دغه هېواد د پوهنتونونو زدکړيالانو ته ويلي، که د امنيت او خونديتوب خبره شي؛ نو ټول افغانستان ته هم زيان رسولی شو. نوموړی چې په دغه هېواد کې وروستيو نا امنیو سخت غوصه کړی افغانانو ته د پېغورونو تر څنګ حکومت ته هم ګوتڅنډنه کړې. ده ويلي، مونږ ميليون…

2024-01-25 01:06 146۲ دقیقې لوستل
عاصم منير: د يوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستان مهم دی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير پرون (چهارشنبه) د جنوري په ۲۴ د دغه هېواد د پوهنتونونو زدکړيالانو ته ويلي، که د امنيت او خونديتوب خبره شي؛ نو ټول افغانستان ته هم زيان رسولی شو.

نوموړی چې په دغه هېواد کې وروستيو نا امنیو سخت غوصه کړی افغانانو ته د پېغورونو تر څنګ حکومت ته هم ګوتڅنډنه کړې.

ده ويلي، مونږ ميليونونه افغانان وساتل او ډوډۍ مو ورکړه؛ خو که دوی يو پاکستانی ماشوم هم په نښه کړي نو له منځه به يې يوسي.

نوموړي همداراز افغانستان له پاکستان سره په دښمنۍ تورن کړی او ويلي يې دي په بلوچستان کې ترهګري همدا هېواد حمايه کوي او په هېڅ ډول له پاکستان سره دوستي ته لېواله ندی.

نوموړي همداراز ويلي، افغانستان له پخوا راهيسی دوی سره دښمني لري او همدا لومړنی هېواد وو چې په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان شاملېدل هم نه منل.

هغه خپل خلک ننګولي چې له تاريخ ناخبره دي او نه يې لولي.

نوموړي افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی چې دوی ته دې په کمه سترګه نه ګوري او په خبره يې چې هرې قربانۍ ته چمتو يو.

نوموړی دغه ګوتڅنډنې او اخطارونه داسې مهال ورکوي چې کابو دوه اونۍ وړاندې د دغه هېواد د علماوو شورا مشر مولانا فضل الرحمن د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو او د‌خپل سفر موخه يې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړيکو ښه والی بللی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب