عبداللهي: که هر بهرنی ځواک هرمز تنګي ته نږدې کیدو هڅه وکړي له سخت برید سره به مخ شي
د ايران د خاتم الانبیاء مرکزي قومندانۍ قومندان علي عبداللهي ويلي، هر هغه بهرني وسله‌واله ځواکونه، په ځانګړي ډول د امریکا پوځ، که د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو یا د داخلېدو هڅه وکړي، له ستر برید سره به مخ شي. نوموړی زیاتوي، چې د امریکا دا اقدام چې اوسنی وضعیت نور هم ګډوډ کړی، د تنګي وضعیت نور هم پېچلی کړی او سیمه کې د…
2026-05-04 03:27 89۱ دقیقې لوستل
د ايران د خاتم الانبیاء مرکزي قومندانۍ قومندان علي عبداللهي ويلي، هر هغه بهرني وسلهواله ځواکونه، په ځانګړي ډول د امریکا پوځ، که د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو یا د داخلېدو هڅه وکړي، له ستر برید سره به مخ شي.
نوموړی زیاتوي، چې د امریکا دا اقدام چې اوسنی وضعیت نور هم ګډوډ کړی، د تنګي وضعیت نور هم پېچلی کړی او سیمه کې د بېړیو امنیت له خطر سره مخ کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې امريکا ولسمشر ويلي، چې هرمز تنګي کې د ازادۍ په نوم يو نوی پوځي ماموریت پیل کړی.

Farmanullah zubairzaiفرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري.
سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.