د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ويلي، امريکا له ايران سره د يوي عادلانه هوکړې لپاره چمتو نه ده او هڅه کوي چې پر ايران د فشار راوړلو له لارې يو طرفه پرېکړه وکړي.
هغه له يوې رسنۍ سره خبرو کې ويلي، د امريکا له ځانګړي استازي سره يې خبري درېدلي دي.
نوموړي ويلي، ايران چمتو وو، چې له امريکا سره د اټومي مذاکراتو شپږم پړاو وکړي، خو دغه هېواد له اسرايلو سره په ګډه د ايران په اټومي تاسیساتو بريد وکړ.
عراقچي ويلي، که څه هم تېر مذاکرات ښه نه وو، خو که امريکا يو ځل بيا مناسبه لار ونيسي ايران چمتو دی چې ورسره د خبرو مېز ته کېني.
عراقچي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دې وړانډې يې ويلي وو، ايران په هیڅ قيمت له خپل اټومي پروګرام لاس نه اخلي.
همدې حال کې بيا امريکا ويلي، نه غواړي چې ايران اټومي وسلې پيدا کړي، هغه چې د ايران ولسمشر هم اعتراف کوي او ويلي يې دي چې ايران د اټومي بم د جوړولو نيت نلري.
دا په داسې حال کې ده چې د ايران او امريکا مذاکرات له پنځه پړاوونو وروسته له اسرايلو سره د جګړې له امله بند شول.




