کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: ايران پوهيږي چې د زور ځواب څه ډول وايي

د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ويلي، ايران دا توانایي لري، چې د زور ځواب څه ډول ورکړي.نوموړي پر اېکس ليکلي، د ايران پر بندرونو محاصره، د سوداګریزې بېړۍ نيول او عمله يې يرغمل کول د اوربند له اصولو سرغړونه ده.عراقچي زياته کړې، ايران پوهيږي چې څنګه محدوديتونه بې اغېزې کړي او د زور ځواب وايي.هغه يادې څرګندونې و…

2026-04-21 23:52 73۱ دقیقې لوستل
عراقچي: ايران پوهيږي چې د زور ځواب څه ډول وايي

د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ويلي، ايران دا توانایي لري، چې د زور ځواب څه ډول ورکړي.
نوموړي پر اېکس ليکلي، د ايران پر بندرونو محاصره، د سوداګریزې بېړۍ نيول او عمله يې يرغمل کول د اوربند له اصولو سرغړونه ده.
عراقچي زياته کړې، ايران پوهيږي چې څنګه محدوديتونه بې اغېزې کړي او د زور ځواب وايي.
هغه يادې څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې ټرمپ ګواښ کړی ايران پرته له دې چې اسلام اباد ته د مذاکراتو لپاره پلوی واستوي، بله لار نلري؛ خو ايران ټينګار کوي چې ترڅو د دغه هېواد په بندرونو د امريکا محاصره نه وي ختمه شوي، مذاکرات نه کوي.
دا په داسې حال کې، ده چې ټاکل شوې وه، نن د ايران او امريکا ترمنځ دويم پړاو خبرې پيل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب