د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ويلي، د ايران پر وړاندې د امريکا دښمنانه چلند ماتې خوړلې او اوس یې وخت را رسېدلی چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د درناوي پر بنسټ په نورو لارو غور وشي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، ايرانيان د سترو لاريونونو وروسته د خپلو خپلوانو پر وير او د هېواد پر بيا رغونه بوخت دي؛ خو يو لا هم يو ګواښ شته چې ښايي له امريکا سره يې ديپلوماسي ناکامه شي.
عراقچي ويلي، امريکا له سايبري بريدونو نيولې ان تر نظامي بريدونو ټولې لارې ازمويلي؛ خو ناکام شوي دي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ حل لاره دوه اړخيز احترام بللی دی.
عراقچي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ايران کې د نظام خلاف په لويه کچه لاريونونه پای ته ورسېدل او زرګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.




