کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: د دې وخت را رسېدلی چې امریکايي ځواکونه له منځني ختیځ واېستل شي

 د ایران د بهرنيو چارو وزير د سعودي عربستان کې د امريکا پوځي اډه باندې برید ته چې ايران وکړ، ليکلي، ايران سعودي عربستان ته درناوی لري او ورور هېواد يې ګڼي؛ خو جګړه یې د هغه چا په وړاندې ده، چې نه د عربو درناوی کوي، نه د ايران او نه هم د سیمې امنيت نيولی شي. هغه زياته کړې، د دې وخت را رسېدلی چې امريکايان له منځني خ…

2026-03-30 23:13 852۱ دقیقې لوستل
عراقچي: د دې وخت را رسېدلی چې امریکايي ځواکونه له منځني ختیځ واېستل شي

 د ایران د بهرنيو چارو وزير د سعودي عربستان کې د امريکا پوځي اډه باندې برید ته چې ايران وکړ، ليکلي، ايران سعودي عربستان ته درناوی لري او ورور هېواد يې ګڼي؛ خو جګړه یې د هغه چا په وړاندې ده، چې نه د عربو درناوی کوي، نه د ايران او نه هم د سیمې امنيت نيولی شي.

هغه زياته کړې، د دې وخت را رسېدلی چې امريکايان له منځني ختیځ څخه واېستل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې ځينو رسنيو راپور ورکړی، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو له ټرمپ غوښتي، څو په ايران بريدونه دوامدار وساتي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب