کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: د روسیې ګاز د کورني مصرف لپاره کاروو

ڪابل (ڪوه نور، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، ایران غواړي د روسیې ګاز د کورني مصرف لپاره وارد کړي.  هغه د مسکو د نړۍوالو اړیکو پوهنتون "MGIMO" کې د استادانو او محصلینو سره په خبرو کې ویلي، د ایران او روسیې ترمنځ د انرژۍ برخه کې پراخه همکاري روانه ده او ګڼ شمېر پروژې د بندیزونو پر…

2025-12-18 01:46 173۲ دقیقې لوستل
عراقچي: د روسیې ګاز د کورني مصرف لپاره کاروو

ڪابل (ڪوه نور، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، ایران غواړي د روسیې ګاز د کورني مصرف لپاره وارد کړي. 

هغه د مسکو د نړۍوالو اړیکو پوهنتون "MGIMO" کې د استادانو او محصلینو سره په خبرو کې ویلي، د ایران او روسیې ترمنځ د انرژۍ برخه کې پراخه همکاري روانه ده او ګڼ شمېر پروژې د بندیزونو پر وړاندې د مقابلې لپاره پیل شوې دي.

عراقچي زیاته کړې، دواړه هېوادونه په تېلو، ګازو او د انرژۍ د تبادلې "سوآپ" برخو کې لویې ګډې پروژې لري.  

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "زور له لارې سوله" تګلارې ته په اشارې ویلي، امریکا ځان ته دا حق ورکوي، چې نړۍ کې هر ځای مداخله وکړي، بندیزونه ولګوي یا هر څوک ووژني که د دوی د ګټو پر ضد وي.  

د عراقچي پر وینا، تېرو اتیا کلونو کې بشریت هڅه کړې، چې د قانون حاکمیت له لارې سوله رامنځته کړي؛ خو امریکا نړۍ د بې‌قانونۍ پر لور بیايي.  

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، اسرائیلو ته امریکا پوره ازادي ورکړې، چې د نړۍوالو قوانینو خلاف هر عمل ترسره کړي.  

عراقچي ویلي، په تېرو دوو کلونو کې اسرائیل سیمه کې پر اوو هېوادونو بریدونه کړي، له ۷۰ زرو زیات فلسطینیان یې وژلي او روانه نسل‌وژنه یې ترسره کړې؛ خو امریکا او اروپایي هېوادونه چپ پاتې دي او اسرائیلو ته یې د هر ډول جرم لپاره معافیت ورکړی.  

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د اسرائیلو له خوا د ایران د هستوي تاسیساتو پر ضد برید او ورپسې د جون میاشت کې د امریکا حمله دا ښيي، چې نړۍ د بې‌نظمۍ او خطرناک حالت پر لور روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب