کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: د هوکړې لاره پیل شوې، خو پایله لا لرې ده

خبرياله: نازو عمري  د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې بهیر پیل شوی، خو وروستۍ پایلې ته رسېدل به ژر ممکن نه وي. عباس عراقچي د خبرو اترو دوهم پړاو مثبت بللی ؛خو زیاته کړې ده چې دواړه لوري لا هم پر ځینو مهمو مسایلو کې واټن لري او د نظرونو نږدې کېدل یې وخت غواړي.  عراقچي همداراز ویلي، د را…

2026-02-18 00:15 97۱ دقیقې لوستل
عراقچي: د هوکړې لاره پیل شوې، خو پایله لا لرې ده

خبرياله: نازو عمري 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې بهیر پیل شوی، خو وروستۍ پایلې ته رسېدل به ژر ممکن نه وي.

عباس عراقچي د خبرو اترو دوهم پړاو مثبت بللی ؛خو زیاته کړې ده چې دواړه لوري لا هم پر ځینو مهمو مسایلو کې واټن لري او د نظرونو نږدې کېدل یې وخت غواړي.

 عراقچي همداراز ویلي، د راتلونکو مذاکراتو کره نېټه نه ده ټاکل شوې او دواړه خواوې به لومړی په خپلو پلازمېنو کې سلا مشورې وکړي.

په دې پړاو کې د ایران د پلاوي مشري عراقچي کوله، او د امریکا له لوري سټیو ویتکاف او جرد کوشنر ګډون درلود.

 د یادونې وړ ده، چې د ایران او امريکا ترمنځ د اټومي پروګرام دویم پړاو خبرې اترې د عمان په سفارت کې د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شوې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب