خبریال: فرمان الله زبیرزی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، ګاونډیان زمونږ لومړیتوب دی او له مسکو سره به د همکاري به لوړې کچې ته ورسیږي.
عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت د تړون پر بنسټ، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د درې کلنې لارې نقشې پر سر هوکړه وکړه، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او همغږي تنظیم او پیاوړې شي.
نوموړی زیاتوي، د مسکو او تهران نږدې همکاري به دا امکان برابر کړي، چې د لوېدیځو ناقانونه بندیزونو پر وړاندې اغېزمن ګامونه واخیستل شي، سیمهییز ثبات پیاوړی شي.
د عراقچي پر وینا، له دې تړون سره به د بنسټیزو پروژو چارې چټکې شي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دننه له ناقانونه اقداماتو سره مقابله وشي.




