کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: مونږ له لاريونوالو سره نه؛ د اسرا... تر حکم لاندي تر...ه،،ګ سره جګړه کړې

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، هېواد يې لاريونوال هدف نه دي ګرځولي؛ بلکې د هغه کسانو پر وړاندې یې جګړه کړې چې د بهرنيو هېوادونو په خوله يې ايران کې ګډوډي رامنځته کوله. هغه زياته کړې، ډېری کسان د لاريون په بهانه پر پوليسو ډزې وکړې او له دې لارې يې غوښتل چې امريکا هم په دغه لاريونونو کې ښکېل کړي. عراقچي همد…

2026-01-15 00:19 123۱ دقیقې لوستل
عراقچي: مونږ له لاريونوالو سره نه؛ د اسرا... تر حکم لاندي تر...ه،،ګ سره جګړه کړې

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، هېواد يې لاريونوال هدف نه دي ګرځولي؛ بلکې د هغه کسانو پر وړاندې یې جګړه کړې چې د بهرنيو هېوادونو په خوله يې ايران کې ګډوډي رامنځته کوله.

هغه زياته کړې، ډېری کسان د لاريون په بهانه پر پوليسو ډزې وکړې او له دې لارې يې غوښتل چې امريکا هم په دغه لاريونونو کې ښکېل کړي.

عراقچي همداراز ويلي، هېواد يې داسې کوم پلان نلري، چې له مخې يې نيول شوي لاريونوال اعدام کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ نن وويل، خبر شوی چې ايران کې د لاريونوالو وژل او اعدام کم شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب