کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: هیڅکله د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلو

کابل (کوه نور ۱ اسد ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له فاکس نیوز سره په مرکه ویلي، د یورانیمو غني کولو پروسه به دوام لري او پر وینا یې، چې دا یوه نه مذاکره کېدونکې لاسته راوړنه ده. عراقچي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، “ایران نشي کولی د غني کولو څخه لاس واخلي. دا پروګرام زموږ د ساینس پوهانو د…

2025-07-23 01:56 163۱ دقیقې لوستل
عراقچي: هیڅکله د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلو

کابل (کوه نور ۱ اسد ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له فاکس نیوز سره په مرکه ویلي، د یورانیمو غني کولو پروسه به دوام لري او پر وینا یې، چې دا یوه نه مذاکره کېدونکې لاسته راوړنه ده.

عراقچي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، “ایران نشي کولی د غني کولو څخه لاس واخلي. دا پروګرام زموږ د ساینس پوهانو د کلونو علمي او تخنیکي هڅو پایله ده، او نن ورځ دا زموږ د ملي ویاړونو څخه یو ګرځېدلی دی.”

نوموړي د اټومي پروګرام په سټراټیژیک ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هیڅ وخت د دې پروژې د بندولو لپاره لېوالتیا نه لري.

هغه د یورانیمو غني کولو مسله نه یواځې یوه تخنیکي مسله یاده کړې؛ بلکې د ایران د هویت او علمي خپلواکۍ یوه برخه یې بللې ده.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر هېوادونه د ایران د اټومي پروګرام د بندېدو خبرې کوي خو؛ ایراني چارواکي د دغه پروګرام پر دوام بیا بیا ټینګار کوي او وایې، چې دا پروګرام په سوله ېیز او د نړۍوال قانون په چوکاټ کې دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب